دخرم ښار ريل ګاډي دتيارې سينه څيرله او د تهران پر لوريې واټن رالنډاوه ، د ريل د ګړاړيو ( ټايرونو) او مقطعي غږونو د نيمې شپې په چوپتيا كې عجيبې انګازې جوړې كړې وې ؛ په هغه يخ (سړې هوا ) اوچوپتيا كې مو دګاډي په هره خونه كې بل ډول نړۍ (دنيا) ځانته جوړه كړې وه ، زموږ په خونه كې څلورتنه وو، چې يوازې زه په كې ويښ وم او دخونې څراغ په رڼا كې مې ليدل چې زموږ دخونې درې تنه نور ملګري هريو په څه ډول خوب وړي او څنګه پراته دي .
ستړى وم ، خو خوب نه راتلو ؛ له يوازې توب نه په تنګ شوى وم ، ساعت نژدې د شپې يولس بجې وې چې ريل ګاډى د (مشك آباد ) تم ځاى ته ورسېد او څو دقيقې وروسته يې بېرته حركت وكړ ، زه له خپلې خونې څخه بهر را ووتم چې د ريل رستورانټ ته ولاړشم او يو ګيلاس قهوه وڅـښم چې هم پرې ستړيا رفع كړم او هم مې خوب وتـښتي .
د ډېرو خونو څراغونه روښانه ول ؛ د ريل ګاډي په لارو (راهرونو) كې څوك نه ترسترګو كېدل ، رستورانت بندېدو ته نژدې و او له كاركوونكو پرته په كې نورڅوك ( مسافرين ) نه ترسترګو كېدل .
دمېز ترشاه كېناستم ، د يو ګيلاس قهوې غوښتنه مې وكړه او سګريت مې ولګاوه ؛ خپلې سترګې مې بهر ځير كړې ، د شپې تيارې لكه تور ترپال د سپينو واورو مخ پوښلې و ، هغه شپه زه له يوه ماموريته راستنېدم ، له داسې ماموريته چې د يو غل د نيولو لپاره جوړ شوى و او ډېره شونتيا ( امكان ) يې درلوده چې هغه غل دې د يوې ډېرې خطرناكې ډلې ( بانډ ) غړى وي، هغه داسې څوك و چې موږ يې څو كاله پخوا په لټه كې وو آخر هم ګير نشو او نه يې كومه پته يا مدرك زموږ لاس ته راغى ، زه (اهواز ) ته تللى وم او داسې فكر مې كاوه ، هغه مخكې له دې چې له پولې ( سرحد ) څخه بهر شي د ملګرو سره يې د اړيكو د ټينګولو پرمهال سره دملګرو يې ګير كړم ، خوله بده مرغه دا مامويت نيمګړى پاتې شو او هغه شكمن تن دخپلو جعلي اسنادو په درلودلو سره له پولې څخه اوښتى و .
چوپړكوونكي ( خدمتګار ) دقهوې ګيلاس زما مخې ته كېښود ، چندان خوند يې نه درلود ، خو ما هغه وڅـښله څوشېبې وروسته مې دهغې پيسې وركړې او له رستورانته را ووتم .
كله چې دويمې شمېرې خونې ( واګون ) ته را ورسېدم ، نو يو ډول ځانګړى خور- خور مې تر غوږو شو، داسې مې وپتييله چې ګواكې كوم څوك زندۍ شوى دى ، اواز يې په ډېرې ستونزې را اوچتاوه ، يوه شېبه ودرېدم ، اواز د ريل وروستۍ برخې د لاس مينځوني ( دست شوى ) سره جوخت تر غوږو كېدو ، د خونې ور مې بېرته كړ ، څراغ مړ و ، څراغ مې ولګاوه ، يو ځوان سړى د خونې په منځ كې پروت و او له درده لكه چمچه مار پرخپل ځاى كې څرخېده ، لاسونه يې له ستوني كړۍ ( حلقه ) كړي وو ، رنګ يې ژېړ شوى و ، له هغه سره نژدې د پښو د پنچو په سركېناستم ، په لاس مې د هغه صورت وواهه او ترې مې وپوښتل: څه پېښه ده ، خبرې وكړه .
سړي په ډېرې سختۍ خبرې كولې او د دې توان يې نه درلود چې خبرې وكړي ، ډېره هڅه مې وكړه چې هغه په خبرو راولم ، خو ګټه يې ونه كړه ، كله چې پوه شوم زما خواري هسې بې ځايه ده، نودامې وپتييله، چې د ريل ګاډي مشر ( رئيس ) خبر كړم، څنګه چې له خپل ځاى نه جګ شوم ، ناڅاپه مې مضبوته ( كلكه) ضربه پر سر وخوړه او نور په هېڅ پوه نشوم چې . . .
كله چې په هوښ راغلم كه كسم د هغه ځوان پروجود چې څو شېبې وړاندې د درد په حالت كې پروت و ، پروت وم ، د خونې څراغ لاهماغسې روښانه و ، سر مې د هغې نا ببرې ضربې له كبله چې څو شېبې وړاندې مې خوړلې وه خورا پوره درد كاوه ، د ځوان لاس مې په خپل لاس كې ونيو ، وجود يې يخ شوى و او د وينې كوم څرك په كې نه ښكارېده .
فكر مې وكړ چې بايد مسموم كړى يې وي ، ساعت ته مې وكتل دوې، درې دقيقې د شپې نيمايي ته پاتې وې ، له ځان سره چې مې حساب وكړ؛ نو نژدې شل دقيقې د بې هوښۍ په حالت كې وم .
د ځوان سړي جېبونه مې ولټول، چې د هغه د جېبونو د اسنادو له مخې يې هويت پيداكړم؛ خو هغه چاچې دى يې وژلى و، د ده له پيسو څخه يې نور هېڅ ورته په جېب كې نه و پرېښي، دې كار د دې څرګندويي كوله چې وژنه ( قتل ) د كوم بل څيز يا شي لپاره ترسره شوى دى ، دې موضوع زما اندېښنه او كنجكاوي نوره هم پسې زياته كړه .
كرار له خپل ځايه پاڅېدم؛ خو هغه څه چې زه يې په تلوسه كې كړم ، هغه دا و چې د وژل شوي (مقتول) بوټان يې په پښو كې نه وو ، سوچ مې وكړ چې ممكن تر خوب دمخه يې ويستلي وي او همدلته يې چېرې ايښي وي ، ټول ځايونه مې پسې ولټول حتىٰ د څوكۍ لاندې مې هم يو ځل سر وركښته كړ؛ خو هېڅ درك يې معلوم نشو ، له ځان سره مې وويل : ممكن د وژل شوي بوټونو به هم وژونكو (قاتلينو) ته خورا پوره ارزښت درلود، چې له ځان سره يې وړي دي .
خو څه ارزښت ؟ دامې بايد پلټلى واى .
زما حيرانتيادا وه، چې وژل شوى مسافر ولې يوازې په خونه كې و ، يو ځل بيا مې د هغه جامې او جېبونه وپلټل ، دا ځل مې د هغه شاته يانې ملا خواته يې لاس ور تېر كړ او هغې پورې مې لاس ها خوا دې خوا كاوه ترڅو چې له اوږې ( ولي ) شاته يې يوڅه مې لاس ته راغلل ، له ورايه كاغذبرېښېده ، د سړي د ولي سره جوخت مې د هغه لستوڼۍ وڅيره او هغه كاغذ ډوله شى مې ترې راوويست ، يوه كلكه خړ رنګې ټوټه وه او د يوه ويزيت كارت په كچې يې اندازه درلوده، چې يوه څنډه يې د ژېړ رنګې غيرې منظمې كرښې په وسيله توره شوې وه . د دې كارت نورې درې واړه خواوې خورا ښايسته روښانه او پاكې وې ، يوازې همدا يوه څنډه يې چې د نورو په پرتله څه كښته هم وه او نامنظمه ژېړه يا طلايي كرښه پرې را كاږل شوې وه ، په قصدي توګه په لاس څيرل شوې وه .
فكر مې وكړ چې دا ټوټه بايد يو مخفي رمز وي كه نه دا ټوټه د نامنظمې ژېړې كرښې په درلودلو سره او هغه هم د سړي په ولي كې مخفي شوې وه، څه مانا لري او ولې يې څوك په دومره
پټ ځاى كې پټه كړي !
هېڅ دشك ځاى نه وپاتې، چې وژل شوي كس دې كوم ګران بيه څيز له ځان سره تهران ته نه وي وړي ؟!؛ ځكه هغه څوك چې د دې موضوع نه خبر شوى و؛ نو دى يې وژلى و .
كارت مې په خپل جېب كې كېښود ، وروسته له هغې د هغه كاليو پر لور ورغلم، چې له بكس څخه يې ورته د څوكۍ پر سر شيندلي وو ، د وژل شوي كس له شخصي توكو پرته په كې نور داسې څه نه ترسترګو كېدل، چې د نوموړي دهويت ښكارندويي دې وكړي. داچې وژونكى او وژل شوى به دواړه د يوې خطرناكې ډلې (بانډ ) غړي وي كوم شك مې نه درلود؛ خو ماته چې اړينه خبره وه هغه د وژل شوي كس د نوم پېژندل و .
د دې وژنې موقعيت ، هغه ناببره ضربه چې پر سر مې خوړلې وه او ټول هغه څه چې څو شېبې وړاندې پېښ شول، ټول راته نوي برېښېدل .
شپه له نيمايي څخه اوښتې وه ، په ډېر احتياط له خونې راووتم ، هېڅ څوك په لاره كې نه وو ، د خونې ورمې بند كړ او د ريل په مشر پسې ورغلم ، هغه مې په خپلې ځانګړې خونې كې، چې د ريل ګاډي په وروستۍ برخه كې و پيدا كړ ، خپلو همكارانو سره په خبرو بوخت و ، له هغه مې وپوښتل دم ګړۍ چېرته يو ؟
موسكايې پرشونډو خوره شوه او ويې ويل : كوم تم ځاى كې غواړئ چې كښته شئ ؟
لكه چې خوب وړي وئ كه څنګه ؟
ومې ويل زما تم ځاى تهران دى؛ خو بله موخه مې درلوده .
ويې ويل : تېر شوى تم ځاى ( ملك آباد ) و او راتلونكى تم ځاى ( اراك ) دى .
كراره مې سر وښوراوه او ومې ويل : نو نوره خواري بې ځايه ده، وژونكى په ملك آباد كې كوز شوى دى .
د ريل ګاډي مشر يودم له ځايه جګ شو او په ورخطايۍ يې وويل : وژونكى . . . وژونكى !
خپل د پوليسۍ كارت مې ور وښود او ورته مې وويل : د ريل په شپاړسمه شمېره خونه كې يو تن وژل شوى دى ؛ د دې لپاره چې تاسې د ريل مشري په غاړه لرئ ، نو موضوع مې تاسې ته وويله ، ترڅو خبر اوسئ .
هغه او دوېتنه نور همكاران يې له تعجب څخه هماغسې هك پك شول او خولې يې هماغسې چينګې پاتې شوې .
ورته مې وويل : لطفاً له ما سره راشئ او د دې په ترڅ كې پام وكړئ چې د مسافرينو له ډلې څخه څوك په دې موضوع خبر نشي .
د ريل مشر وويل : آيا هغه په رښتيا مړ شوى او كه نه مرسته ورسره كولاى شو ؟
ورته مې وويل : خبره د مرستې څخه تېره ده .
د ريل مشر وويل : وژونكى څه شو ؟
ولي ( اوږې ) مې پورته وغورځولې او ورته مې وويل : وژونكى خو ما هم نه دى ليدلى؛ خو هرو مرو په ملك آباد كې كوز شوى دى او كه نه احمق وي؛ نو اوس به هم په ريل كې وي .
_ د وژل شوي د خونې مسافرين څنګه ، هغوى هم وژونكى نه دى ليدلى ؟
_ له وژل شوي پرته نور څوك ورسره په خونه كې نه وو .
_ هغه مې وپېژاند .
ورته مې وكتل او په حيرانتيا مې ترې وپوښتل ، تاسې هغه پېژنئ ؟
ويې ويل : زما په اند ( فكر ) دا بايد هماغه كس وي، چې يوه خونه يې يوازې دربست كړې وه ، له خونې يې را بهر شوو ، ومې پوښت : منظور ؟
د ريل مشر يو ښه خوندور پوكى خپل سګريت ته وركړ او ويې ويل : هغه شپږ ټكټه اخيستي وو ، كله چې مو ټكټونه كنټرولول ، ترې مو وپوښتل چې نور ملګري يې چېرته دي ، ويې ويل : مېرمن او بچي يې لاس مينځوني ته تللي دي او يو ټكټ يې اضافه اخيستى دى چې بله سورلۍ ( مسافر ) ورسره په تنګه نشي .
_ چېرته راختلاى و ؟
_ اهواز كې .
_ هغه مېرمن او بچي مو ونه ليدل ؟
ويې ويل : نه هماغه شېبه پوه شوم چې هغه درواغ وايي؛ ځكه يوازې يو ووړ ( كوچنى ) بكس په خونه كې ليدل كېده او كله چې مې لږه سپين سترګي وكړه؛ نو نه يې مېرمن او نه يې بچي هلته ول؛ خو له بده مرغه زه نه پوهېدم، چې خبره به تر دې ځايه را رسېږي ، كه چېرې مې پوره احتياط كړى واى؛ نو شايد په لامل يې پوه شوى واى .
موسكى شوم او ورته مې وويل : كه خپله هغه څخه دې هم پوښتنه كړى واى چې ولې مو شپږ ټكټه اخيستي دي؛ نو ځواب به يې دركړى واى، چې ملګري يې له مسافرته پښېمانه شوي او يا هم د دې لپاره چې څوك يې مزاحم نشي نو شپږ واړه ټكټونه يې اخيستي دي .
_ هو ! هرو مرو يې همدا ځواب را كاوه .
_ هماغه شېبه مو، چې د هغه ښځه او بچي ونه ليدل ، نو موضوع به مو ترې پوښتلې واى .
شپاړسمې شمېرې خونې ته ورسېدو ، د ريل مشر چې كله د مړي جسد وليد ، نو ويې ويل : په خپله دى دى، بايد شپږ دانې ټكټه يې په جېب كې وي ، اجازه راكوئ چې جېبونه يې وګورم ؟
ورته مې وويل : لطفاً مړي ته مه ورنژدې كېږئ . . . د هغه جېبونه يې خالي كړي دي ، يوازې دهغه پيسې يې نه دي وړي .
_ نو د وژونكي موخه د هغه وژل و !
_ شونتيا لري چې بل لامل هم ولري .
_ شايد سكته يې كړې وي ( زړه يې درېدلى وي ) .
ورته مې وويل : نه كله، چې زه د ده له خونې څخه تېرېدم؛ نو د هغه د خورهار غږ مې واورېده او كله چې يې سرته را ورسېدم؛ نو د زن كندن ( ځان كندن ) وروستۍ شېبې يې وې ، له تور اوښتي رنګ څخه يې جوتېږي، چې هغه يې مسموم كړى دى.
ويې پوښتل : ستاسې په ګروهه ( عقيده ) څه كار بايد وكړو ؟
ورته ځير شوم او ومې ويل : د تهران تر تم ځاى پورې بايد د خونې ور ( دروازه ) وتړئ ؟
د اراك تم ځاى ته چې ورسېدو ، د يو ټېلېفون په وسيله به د تهران تم ځاى ته خبر وركړئ .
د ريل ګاډي مشر په داسې حال كې، چې د مړي جسد ته كتل ويې ويل : دا لومړى ځل دى چې زموږ په ريل كې يوه داسې پېښه كېږي .
له يوې وړې شېبې ځنډ وروسته يې پوښتنه وكړه ، د وژل شوي نوم څه دى ؟
ورته مې وويل : وژونكي حتىٰ د وژل شوي د جېب پاڼې هم له ځان سره وړي دي ، زما په اند دا موضوع بايد پوليسو ته پرېږدئ ، هغوى په خپله د وژل شوي تن هويت پيداكوي .
د ريل مشر ورو خپل سر وښوراوه او ويې ويل : بلې هو، دا كار د پوليسو پورې اړوندېږي .
له خونې را بهر شوو د ريل مشرخونې ته كولپ ( قفل ) ور واچاوه ، غوښتل يې چې كونجي (كليد) ماته راكړي؛ خو ما ورته وويل : دا سمه ده، چې زه يو پوليس يم؛ خو غوره به داوي چې ماهم لكه د نورو مسافرينو په څېر يو عادي مسافر وګڼې او كونجي له ځان سره وساتئ؛ ځكه د تهران تر تم ځاى پورې د مسافرينو او ريل مسووليت ستاسې پر غاړه دى .
_ څنګه دې خوښه ده، چې يوځل خونې وګورو ؟
_ زما په اند دا كار به . . . تاسې كوښښ وكړئ چې مسافرين د وژنې په هكله پوه نشي .
_ وبښئ ، تاسې په كومه شمېره خونه كې ياست ؟
- په اتمه شمېره خونه كې .
له هغو رابېل شوم او لومړى درېيمې شمېرې كوټې ته لاړم او خپل كار مې له همدې ځايه پيل كړ ، ډېرى مسافران ويده ول .
اړتيا نه وه چې هغوى راويښ كړم؛ ځكه زما موخه يوازې د هغوى د څېرو ليدل وو.
كه چېرې وژونكي حماقت نه وي كړاى او د ملك آباد په تم ځاى كه نه وي كوز شواى؛ نو تقريباً ډاډه وم، چې هغه پېژنم .
تر وروستۍ خونې پورې مې ټول مسافرين يو-يو له نظره تېر كړل؛ خو داسې څوك چې زه پرې شكي شم زما پام ځانته راوانه ړاوه ، حتىٰ لاس مينځوني ته هم ورغلم؛ خو ګټه يې ونه كړه ، واپس خپلې خونې ته راستون شوم ، كوښښ مې كاوه، چې د وژنې موضوع له ځان سره تحليل او تجزيه كړم ، په دې اړه مې سوچ كاوه، چې د وژونكي زما پرسر د ناببرې ضربې څخه موخه څه وه؟
هغه يا بل څوك، چې بې له شكه وژونكى دى يا د ناپېژندل شوي ځوان په وژنه كې لاس لري له دوو حالتونو خالي نه دى : يو داچې زه يې پېژندلى يم او داسې فكر يې كړى دى، چې زه يې هم پېژنم او د ريل د ودرېدلو پر مهال ممكن زه پرې شكمن شم او په دې توګه يې وپېژنم او ويې نيسم او يا داچې كه چېرې د پېژندلو مساله په منځ كې نه ده؛ نو د ګاندې ( راتلونكې ) په هكله يې ښه پوره سوچ كړى چې كه زه مړى ووينم نو سمدستي د ريل ګاډي مشر ته خبر وركوم او هغه هم د لارې او تهران پوليسو سره اړيكه نيسي او پوليس هم را رسېږي او ريل دروي او په دې توګه د وژونكي د پېژندلو لپاره پوليس د ټولو مسافرينو څخه پوښتنې او ګروېږنې كوي .
په هر حال هغه خطر انګېرلاى و او په يوه سوك يې زه د كوما حالت ته رسولى وم او د ملك آباد تم ځاى پورې يې له ماڅخه ځان بې غمه كړى و .
بې له شكه هغه د خونې شاته په كوم پټ ځاى كې ځان غلى كړى و او له ځان سره يې پتييلې وه، كه چېرې زه د ملك آباد له تم ځاى نه مخكې راپه سد شم، چې هغه يوه بله ناڅاپي ضربه بيا زما پر سر را نازله كړي؛ څو تر تمځاى پورې ښه په سهولت ډډه ولګوي .
د وژل شوي څېره راته آشنا نه وه ، داسې څېره مې تر اوسه پورې چې په خپل ماموريت كې د هر ډول جنايت كوونكو او غدارانو سره مخ شوى وم نه وه ليدلې؛ خو په قوي احتمال زموږ په اداره كې بايد د هغه سابقه شتون ولري . پوهېدم، چې كمپيوټري دستګاه به موږ سره مرسته وكړي؛ خو د ربړې يا غوټې پيل اړين و .
د وژل شوي د بوټانو وركېدل، چې وژنه د هغې لپاره ترسره شوې وه يوه معما وه .
د دې په څنګ كې په خونه كې بل داسې څيز هم نه ترسترګو كېده، چې د هغې په وسيله دې وژل شوي كس ته زهر وركړل شوي وي ، دې خبرې د دې ښكارندويي كوله، چې وژونكى يا وژونكي په خپل كار كې خورا پوره هوښيار او بلد دي او هر ډول نښې، چې د دوى راز افشا كړي له منځه وړي .
يوه بله مساله، چې هم ما ته مطرح وه هغه دا وه، چې وژل شوى د وژونكي يا وژونكو سره له پخوانه اشنا و او هغه يې بايد په يوه دوستانه چاپېريال كې مسموم كړى وي .
زما بله انګېرنه دا وه، چې بايد وژل شوى كس يې په خپله خونه كې ناڅاپي راښكېل كړى وي او په زوره يې زهر ورته د ستنې (پيچكارۍ ) له لارې تېر كړي وي .
په هر حال د وژنې موضوع خورا پوره پېچلې وه او د هېڅ ډول غوټې خولې وجود نه درلود .
كله، چې ريل ګاډى د اراك تم ځاى ته ورسېد؛ نو د ساعت ستنه نږدې د شپې په يوې بجې څرخېده ، د ريل مشر زما خواته راغى ، زه له خپلې خونې را بهر شوم ، هغه وپوښتل ستاسې په نظربه څنګه وي چې د وژنې موضوع د اراك د تم ځاى پوليسو ته ووايم .
ولي مې پورته وغورځول او ورته مې وويل : د ريل ګاډي مشر خو تاسې ياست او بل داچې تاسې ته به يې ويلي وي، چې په داسې حالاتو كې څه بايد وكړئ .
ويې ويل : هو لومړى بايد د پټلۍ ( د ريل خط ) پوليس او بيا د تهران پوليس پرې خبركړم ، ورته مې وويل : نو ولې ځنډ ياست ريل د تهران پر لور رهي دى او وژنه هم په كې شوې ده . دا موضوع لومړى د پټلۍ مركزي پوليسو اوبيا د تهران په پوليسو پورې اړه لري ، تاسې بايد د تلګراف په وسيله د تهران د تمځاى پوليسو ته خبر وركړئ ، ويې ويل : هيله كوم تاسې هم زما سره راشئ .
كمپيوټري ماشينونه چې بريښنايي ماغزه هم ورته وايي په بېلابېلو محاسباتي چارو كې دقيق كار كوي ، په دې شرط، چې د يوې ځانګړې موضوع لپاره په دقيقه او سهي ( صحيح ) توګه تغذيه شوي وي.
په پوليسي چارو كې هم د همدې ماشينونو څخه ګټنه ( استفاده ) كېږي ، په دې ترتيب چې د ماشينونو ماغزه د پخوانيو غلو او قاچاق وړونكو له معلوماتو څخه ډك وي او هركله چې وغواړي نوي كومه پوښتنه ترې وكړي؛ نو كوم ځواب چې كمپيوټري ماشين وركوي ، كېداى شي د نويو څېړنو لپاره يې د غوټې پيل يا خوله شي .
په خندا مې وويل : كومه ستونزه نه لري؛ خو ماته د يو مسافر په سترګه وګورئ .
يوازې تاسې هغه څوك ياست، چې له ماسره مرسته كولاى شئ .
_ زما په اند ستاسې ستونزه او حيرانېدل سوچه بې ځايه دي .
په ناكرارۍ يې وويل : عجيبه ده ، په هغه ريل ګاډي كې، چې زه يې مشري پر غاړه لرم او وژنه هم په كې شوې ده حيران او ورخطا نشم ، څنګه وارخطا نشم .
ورته مې وويل : تاسې يوه ځانګړې دنده لرئ او بايد، چې سمه يې ترسره كړئ ، نور پوليس پوهېږي .
دواړه يوځاى له ريل څخه راكښته شو ، په لاره كې مې ورته وويل: تاسې تلګراف را حاضركړئ او تر حركت لږ دمخه يې د تمځاى رئيس ته وركړئ، چې ور فكس يې كړي .
_ تاسې څه كار كوئ ، له خپلې ادارې سره اړيكه نه نيسئ ؟
ولې نه همدا كار كوم ، ځكه دا وژنه يوه عادي وژنه نه ده .
_ كوم نوى شى مو كشف كړى دى .
_ بښنه غواړم ملګريه! زه نشم كولاى، چې ستاسې د دې پوښتنې ځواب دركړم .